افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

سهیلی افریقا مېلمنې لوبډلې ته بې سارې ماتې ورکړه

د سهیلی افریقا په کوربتوب د سریلانکا او افریقا ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه کې سهیلی افریقا سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او په دې ډول یې د ټیسټ لوبو سیریز یو د صفر پر وړاندې مخ ته یوړ.

لوبه پنځه ورځې وړاندې د افریقا په پورت الیزابط لوبغالی کې د سهیلی افریقا په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه، نوموړې لوبډلې د سټیفن کوک د (۵۹) منډو او ډیومنی د (۶۳) منډو پرمټ (۲۸۶) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

سورنګا لکمل د افریقا پنځه لوبغاړی وسوځول.

سریلانکا په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د افریقا د (۲۸۶) منډو په ځواب کې د فېلنډر او کایل اباټ د خطرناکې توپ اچونې له امله یواځې (۲۰۵) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

وېرنن فېلنډر د سریلانکا پنځه او کایل اباټ بیا دری لوبغاړی وسوځول.

د سریلانکایی لوبډلې تر سوځېدو وروسته ، دا ځل افریقا په خورا ځواکمنې توپ وهنې پیل وکړ، دوی د سټیفن کوک د (۱۱۷) منډو، د فاف ډوپلِسس د (۶۷) منډو او د ډین اېلګر د (۵۲) منډو په مرسته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره (۴۰۶) منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د تېرو باقی منډو پرمټ (۴۸۸) منډې هدف ورکړ.

سریلانکا د هدف په پوره کولو کې ناتوانه شوه، نوموړې لوبډله دا ځل د متیوز او کوسال مېنډس د نیمه سلیزو په وسیله (۲۸۱) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

دا لومړۍ ټیسټ لوبه وه، چې افریقا په (۲۰۶) منډو وګټله او سریلانکا یې ناهیلې کړه

د لوبې غوره لوبغاړی افریقایی سټیفن کوک ونومول شو.

دوهمه ټیسټ لوبه به د (۲۰۱۷) م کال د جنوری په دوهمه نېټه پیل شی.

د یادولو وړ ده، چې سهیلی افریقا تر دې وړاندې خپلې بې سارې حریفې لوبډلې اسټرالیا ته هم په ټیسټ لوبوکې ماتې ورکړې وه او بریا یې خپله کړې وه.

موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۱
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی