افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

د ازهرعلی ځلېدلو هغه ته شپږم مقام ورکړ
ازهر علی په ټیسټ سیالیو کې د ښې توپ وهنې له امله د نړۍ د ټیسټ توپ وهونکو په قطار کې شپږم ځای خپل کړ.
هغه د اسټرالیا خلاف ټیسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې (۲۰۵) نا سوځېدلې منډې جوړې کړې او په دې ډول یې د اسټرالیا د ټولو توپ اچوونکو پر وړاندې تر ټولو ښه مقاومت وکړ.
د هغه دغې ځلېدنې نوموړی ته د کرکټ نړۍ والې شورا د لوبغاړو د مرتبې او درجه بندۍ په جدول کې شپږم ځای ورکړ.
علی له ډېوېډ وارنر څخه وروسته په جدول کې قرار لری.
هغه د ویسټ انډیز خلاف دوبۍ کې هم په ټیسټ لوبه کې په یوځل دری ناسوځېدلې سلیزې جوړې کړې وې.
ازهرعلی د پاکستانیو توپ وهونکو له ډلې څلورم لوبغاړی دی، چې ټیسټ لوبه کې په یو ځل پر له پسې دری سلیزې جوړوی.
د یادولو وړ ده، چې ټیسټ سیالیو کې ازهر علی، تر سټیف سمېت، ویرات کولی، جو روټ ، کېن ویلیمسن او له ډېوېد وارنرڅخه وروسته دی؛ خو له هاشم امله ، ای بی ډیویلیرس ، کاینټن ډیکاک او پوجارا څخه مخکې دی.
موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۱
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی