افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

له عاطف مشعل سره د مخورو ناسته

چهارشنبه, ۱۵ دی ۱۳۹۵، ۰۸:۴۷ ب.ظ
د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شکرالله عاطف مشعل سره مدنی فعالانو، قومی ټولنو، جرګو، د ینی عالمانو او قومی مشرانو وکتل او د مبارکۍ ترڅنګ یې د کرکټ د لا پرمختګ په اړه یې سلا مشورې ورکړې.
په دغو ټولنو کې، د کرکټ بورډ پخوانی رییسان، شهزاده مسعود، ډاکټر نورمحمد مراد، نسیم الله دانش، د مشتاق رحیمی په مشرۍ د سمون ټولنه، لوی ننګرهار، لوی کندهار، د لویې پکتیا ځوانانو ټولنو ، د کابل ولایتی شورا، عدالت ګوند، د ننګرهار پخوانی والی سلیم کندوزی، د ورزشی خبریالانو فدراسیون، خوست مدنی فعالان، د هلمند ولایتی شورا رییس، نورستان والی، د ټاکنوکمیسیون د شکایاتو پخوانی رییس عبدالستار سعادت، د توتاخیلو شورا، د احمدزیو ټولنه، د ځوانانو اتحادیه، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړی، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات، د ملی شورا غړی، د پکتیا مدنی او فرهنګی ټولنو برخه درلوده.
په یادو ګڼو ناستو کې ټولو، عاطف مشعل ته د دې ستر مسوولیت مبارکی وړاندې کړه او ترڅنګ یې د کرکټ بورډ له لوی رییس څخه وغوښتل چې کرکټ بورډ اداره کې د کرکټ د پرمختګ په موخه ژور تغییرات راولی.
دوی په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ اداره د هېواد په کچه ملی اداره جوړول، د غوراوی کمیټې خپلواکه کول، د هغو ملی لوبغاړو چې خپه دی خوشحاله کول، د کرکټ بورډ ادارې ته حقوقی ارزښت ورکول، بې له کوم تعصبه په ټول هېواد کې کرکټ ته کار او وده ورکول شامل وو.
دوی په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د کرکټ بورډ ادارې سره به رضاکاره ملګری وی او په ټول توان به هڅه کوی چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره او ملی لوبغاړو ترڅنګ ودریږی.
د افغانستان کرکټ بورډ نوی ټاکل شوی لوی رییس عاطف مشعل، له ټولو په ګڼو ناستو کې د مننې ترڅنګ وعده وکړه چې کرکټ بورډ اداره به له سیاسته ژغوری او یوه ملی اداره به یې جوړوی.
نوموړی همدا راز ژمنه وکړه چې کرکټ بورډ اداره کې دننه به ژور تغییرات راولی چې په دې کې به د غوراوی کمیټه خپلواکه وی او د لوبغاړو له غوراوی وروسته به کرکټ بورډ ادارې او ولس ته ځوابویونکې وی، همدا راز به د ډسپلین کمیټه جوړوی چې د لوبغاړو ټول مشکلات درک او د حل لارې ورته ولټوی.
د عاطف مشعل په وینا، د خپل مسولیت پر مهال به هیڅ سیاسی فشار ته غاړه ټیټه نه کړی او نه به چاته اجازه ورکړی چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه وکړی: (( موږ به وخت پر وخت له هغو کسانو سره چې کرکټ کې تجربه ولری، همدا راز له مدنی ټولنو او رسنیو له استازو سره ناستې ولرو، د کرکټ اړونده مشورې به ځینې اخلو، خو په تخنیکی چارو کې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې لاس وهنه وکړی.))
د ده په خبره، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لویه هڅه دا ده چې کرکټ په افغانستان کې لومړۍ لوبې مقام ته راپورته کړی چې د دې له پاره د کورنی کرکټ پیاوړی کول او په ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو جوړولو ترڅنګ، د اکاډمیو جوړول او د نویو تنکیو ځوانانو روزل شامل دی.
مشعل په ټولو هغو ناستو کې چې له یادو ټولنو، سره یې درلودې، له ټولو مننه وکړه چې د زړه له تله له کرکټ سره مینه لری او ټول د کرکټ د ودې او لا غوړیدا له پاره هلې ځلې کوی او ټول د افغان کرکټ ملی لوبډلې بریاوې او لاس ته راوړنې ستایی او پرمختګ یې غواړی.
پاتې دې نه وی چې د افغانستان کرکټ بورډ لوی درییس شکر الله عاطف مشعل د ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه کوی چې د دې نوې دندې د مبارکۍ له پاره یې زحمت ایستلی او راغلی وو، خو نوموړی له ټولو هیله کوی چې د کرکټ بورډ په اړه مثبتې مشورې او د مثبتو کارونو یې ملاتړ وکړی.
موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۵
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی