افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

ملا ماتوونکې توپ اچونې او دوه سلیزو افریقایی لوبډله د بریا تر هسک ورسوله

د سهیلی افریقا په کوربتوب د سریلانکا او افریقا ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه نن په کپټاون ښار نیولېنډ لوبغالی کې پای ته ورسېده.
لوبه د جنوری میاشت په (۲) مه نېټه پیل شوې وه او نن د افریقا په بریا پای ته ورسېده.
ټاس سریلانکا ګټلی و او توپ اچونه یې غوره کړې وه، افریقا په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ډین ایلګر د (۱۲۹) او کاینټن ډیکاک د (۱۰۱) منډو په مرسته (۳۹۲) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.
د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کې لهیرو کومار د افریقا شپږ لوبغاړی وسوځول.
سریلانکا بیا په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د راباډا او فېلنډر د خطرناکې توپ اچونې ښکار شوه، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۱۰) منډې جوړې کړې او ټریل یې پوره نه کړ.
راباډا د سریلانکا څلور، فېلنډر هم څلور او مهاراج بیا دوه لوبغاړی وسوځول.
افریقا په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې د ایلګر نیمه سلیزې په مټ د اوو لوبغاړو په سوځېدوسره (۲۲۴) منډې جوړې کړې او د پخوانیو باقی منډو پرمټ یې سریلانکا ته (۵۰۶) منډې هدف ورکړ.
سریلانکا د هدف په پوره کولو کې په بشپړه توګه پاتې راغله دوی په د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۲۲۴) منډې جوړې کړې او افریقا ته یې په (۲۸۲) منډو ستره ماتې ومنله.
دا ځل راباډا د سریلانکا (۶) لوبغاړی ، فېلنډربیا دری لوبغاړی وسوځول او لوبډلې ته یې په خپلې کم سارې اچونې ستره بریا ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی افریقایی تېزتوپ اچوونکی راباډا ونومول شو، نوموړی په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې د سریلانکا لس لوبغاړی وسوځول.
د یادولو وړ ده، چې افریقا تردې وړاندې لومړی ټیسټ هم په خپل کورکې له مېلمنې لوبډلې په ستر توپیر کټلی و.
خبر: سمیع الله درانی www.Facebook.om/afghanlions.af
موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۷
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی