د هند بې رحمه چپ لاسی د ۶ شپږیزو ریکارډ لرونکی لوبغاړی بیا راستون شو
د شپږو شپږیزو پاچا لوبډلې ته ستون شو
د هند کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی ال راونډر او د شپږو شپږیزو امتیاز لرونکی توپ وهونکی، یوراج سېنګ، د لوبغاړو په نوملړ کې واخېستل شو.
هغه به د انګلستان خلاف په دری یو ورځنیو او دری شل اوریزه سیالیو کې ولوبېږی.
دغه سیالۍ د هند په کوربتوب د روانې عیسوی میاشت په (۱۵) مه نېټه د هندوستان په پونه ښارکې پېلېږی.
یوراج سېنګ د هند لوبډلې په ډېرو بریاووکې کیلیدی رول لوبولی دی او په (۲۰۱۱) م کال کې یې د یو ورځنیو لوبو نړۍ وال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په خپلې خطرناکې توپ وهنې ماتې ورکړه او لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله.
د هند د کرکټ د کنټرول ادارې پرون خبر ورکړ، چې یوراج سېنګ به د انګلستان پر وړاندې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبوکې ولوبېږی.
د یادولو وړ ده، سېنګ د هند او نړۍ د کرکټ په تاریخ کې هغه لوبغاړی دی، چې په شپږو توپونو د شپږو شپږیزو ریکارډ لری.
خبر: سمیع الله درانی