افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

بې رحمه توپ وهنې بنګله دیشی توپ اچوونکی تر پوزې راوستل
د نیوزیلېنډ او بنګله دیش ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن سهار د نیوزیلېنډ په ماونټ ماونګانی لوبغالی کې د نیوزیلېنډ په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه.
ټاس بنګله دیش ګټلی و او توپ اچونه یې غوره کړه.
د نیوزیلېنډ لپاره ون ډاون کیڼ لاسی توپ وهونکی کولېن مونرو خورا بې رحمه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، هغه په (۵۴) توپونو د (۷) څلوریزو او (۷) شپږیزو په مرسته (۱۰۱) منډې جوړې کړې، له نوموړی سره په توپ وهنه کې ټام برس هم ښه ملګرتیا وکړه، برس په (۳۹) توپونو (۵۹) نا سوځېدلې منډې د نیوزیلېنډ هدف ته ورعلاوه کړې .
نیوزیلېنډ په ټاکلوشلو اورونوکې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۹۵) منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې (۱۹۶) منډې هدف ورکړ.
د بنګله دیش لپاره ښه اچونه روبېل حُسېن وکړه، هغه د نیوزیلېنډ دری لوبغاړی وسوځول.
بنګله دیش د هدف د پوره کولو لپاره پوره خواری وکړه؛ خو ماته یې په نصیب وه.
دوی په (۱۸،۱) اورکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۴۸) منډې جوړې کړې او کوربه لوبډلې ته یې په (۴۷) منډو ماته ومنله .
د لوبې غوره لوبغاړی کولېن مونرو ونومول شو.
د یادولو وړده، چې بنګله دیش نیوزیلېنډ ته په خپل ورزشی سفرکې په یو ورځنیو لوبو کې تر ماتې وروسته په شل اوریز سیریزکې هم ماتې وخوړله.
خبر : سمیع الله درانی
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۰:۱۶
زاهدالله الکوزی
د لمونځ نه کونکو شل دنیوی عذابونه :
هیله ده شریک یی کړئ !!!

۱- هغه کسان چې لمونځ قضا کوی ډیرژربه دجهنم کندې ته ورولویږی --القران

۲– دمرګ په وخت کې بېلمازه شخص ترحده زیاته لوږه اوتنده پیداکوی -الحدیث

۳- دهیڅ نېک عمل په بد ل کې بې نمازه شخص ته ثواب نه رسیږی الحدیث

۴- بې نمازه شخص دخپل عمر له برکت څخه محروم کیږی ----الحدیث

۵- دبې نمازه شخص قبربه له اورڅخه ډک وی-الحدیث

۶- بې نمازه شخص دذلت په مرګ مړکیږی -الحدیث

۷ - دبې نمازه شخص قبر به ډیرتنګ وی --الحدیث

۸ - دبې نمازه شخص دعا دخدای په دربارکې نه قبلیږی ---الحدیث

۹ - هرهغه څوک چې دسهارلمونځ قضا کړی دهغه څیره به بې نوره شی --الحدیث

۱۰ - هرهغه څوک چې دماسپښین لمونځ قضا کړی په روزی کی برکت نه وی---- الحدیث

۱۱- هرهغه څوک چې دمازدیګرلمونځ قضا کړی بدن به یې کمزوری شی ------- الحدیث

۱۲ - هرهغه څوک چې دماښام لمونځ قضا کړی داولاد د ګټې به محروم شی ------ الحدیث

۱۳- هرهغه څوک چې دماخستن لمونځ قضا کړی دخوب له ګټې به محروم شی --- الحدیث

۱۴- هرهغه څوک چې دجمعې لمونځ قضا کړی زړه به یې تورشی ----- الحدیث

۱۵ - داسلام مشراورهبرباید د دهغه شخص دوژلوحکم صاردرکړی چې لمونځ نه کوی - امام احمد حمبل

۱۶- بې نمازه شخص باید دمسملمانانوپه هدیره کې خښ نه شی -------عبدالقادرجیلانی

۱۷ - بې نمازه شخص باید ترهغې زندانی شی چې توبه وباسی ---------- امام اعظم (رح)

۱۸ - له بې نمازه شخص نه خوګ هم نفرت اوکرکه کوی --------- سلطان باهو

۱۹- بې نمازه شخص واجب د قتل دی -- امام شافعی

۲۰ - دلمانځه قضا کول قصدا کفردی--امام احمد حنبل

ګرانو ملګرو هیله ده له نورملګرو سره یې شریک کړئ.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۰۶:۵۴
زاهدالله الکوزی
یونس خان په ټیسټ کرکټ کی تاریخ پریښود
نوموړی لومړی بیټسمین شو چی د ټیسټ کرکټ په هر هیواد کی ټیسټ سلیزه جوړوی.
نوموړی لومړی بیټسمین شو چی په ۱۱ هیوادونو کی ټیسټ سلیزی جوړوی چی دلومړی ځل لپاره داسټرالیا خلاف په اسټرالیا کی په تیسټ سلیزه جوړولو بریالی شو.
ددی وړاندی راهول ډراویډ، مهیلا جی وردهنی، کمارسنګاکارا او محمد یوسف په ۱۰ هیوادونو کی ټیسټ سلیزی جوړی کړی وی.
یونس خان تراوسه ۱۱۴ ټیسټ لوبی کړیدی او د پاکستان کرکټ تاریخ په زیاتو ۳۴ ټیسټ سلیزو جوړولو بریالی شوی دی.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۶ دی ۹۵ ، ۲۱:۵۳
زاهدالله الکوزی
په متحده عربی اماراتو کې پیلیدونکو د صحرا جام شل اووریزو سیالیو لپاره ملی لوبډله اعلان شوه، ملی لوبډله، چې د پخوانۍ غوراوی کمیتې له لوری ټاکل شوې، په لاندې ډول ده.
محمد اصغر ستانکزی نوروز منګل، محمدشهزاد، محمد نبی، سمیع الله شینواری، دولت ځدران ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد
بیا خو پکې څوک کم نه دی؟
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۶ دی ۹۵ ، ۱۵:۲۳
زاهدالله الکوزی
د کال دوه زره شپاړلسم د دویمې درجې د کرکټ غـــــــوره ټیـــــــــــــــــــم افغانستان شوه.
غـــــــوره بیټسمین محمد شهزاد شوه .
غـــــــوره بالـــــــــــــــــــر راشد ارمان شوه.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۵ دی ۹۵ ، ۲۰:۵۴
زاهدالله الکوزی
نوروز منگل: لوبغاړی به وار له واره نړیوالو لوبو ته نه ستنیږی، بلکې په بېلا بېلو پړاونو کې به یې نړیوالو لوبو ته چمتو کوی او هر لوبغاړی ته باید موقع ورکړل شی.
نوروز منګل بی بی سی سره د مرکی پر محال وکړه.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۵ دی ۹۵ ، ۲۰:۴۹
زاهدالله الکوزی
د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شکرالله عاطف مشعل سره مدنی فعالانو، قومی ټولنو، جرګو، د ینی عالمانو او قومی مشرانو وکتل او د مبارکۍ ترڅنګ یې د کرکټ د لا پرمختګ په اړه یې سلا مشورې ورکړې.
په دغو ټولنو کې، د کرکټ بورډ پخوانی رییسان، شهزاده مسعود، ډاکټر نورمحمد مراد، نسیم الله دانش، د مشتاق رحیمی په مشرۍ د سمون ټولنه، لوی ننګرهار، لوی کندهار، د لویې پکتیا ځوانانو ټولنو ، د کابل ولایتی شورا، عدالت ګوند، د ننګرهار پخوانی والی سلیم کندوزی، د ورزشی خبریالانو فدراسیون، خوست مدنی فعالان، د هلمند ولایتی شورا رییس، نورستان والی، د ټاکنوکمیسیون د شکایاتو پخوانی رییس عبدالستار سعادت، د توتاخیلو شورا، د احمدزیو ټولنه، د ځوانانو اتحادیه، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړی، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات، د ملی شورا غړی، د پکتیا مدنی او فرهنګی ټولنو برخه درلوده.
په یادو ګڼو ناستو کې ټولو، عاطف مشعل ته د دې ستر مسوولیت مبارکی وړاندې کړه او ترڅنګ یې د کرکټ بورډ له لوی رییس څخه وغوښتل چې کرکټ بورډ اداره کې د کرکټ د پرمختګ په موخه ژور تغییرات راولی.
دوی په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ اداره د هېواد په کچه ملی اداره جوړول، د غوراوی کمیټې خپلواکه کول، د هغو ملی لوبغاړو چې خپه دی خوشحاله کول، د کرکټ بورډ ادارې ته حقوقی ارزښت ورکول، بې له کوم تعصبه په ټول هېواد کې کرکټ ته کار او وده ورکول شامل وو.
دوی په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د کرکټ بورډ ادارې سره به رضاکاره ملګری وی او په ټول توان به هڅه کوی چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره او ملی لوبغاړو ترڅنګ ودریږی.
د افغانستان کرکټ بورډ نوی ټاکل شوی لوی رییس عاطف مشعل، له ټولو په ګڼو ناستو کې د مننې ترڅنګ وعده وکړه چې کرکټ بورډ اداره به له سیاسته ژغوری او یوه ملی اداره به یې جوړوی.
نوموړی همدا راز ژمنه وکړه چې کرکټ بورډ اداره کې دننه به ژور تغییرات راولی چې په دې کې به د غوراوی کمیټه خپلواکه وی او د لوبغاړو له غوراوی وروسته به کرکټ بورډ ادارې او ولس ته ځوابویونکې وی، همدا راز به د ډسپلین کمیټه جوړوی چې د لوبغاړو ټول مشکلات درک او د حل لارې ورته ولټوی.
د عاطف مشعل په وینا، د خپل مسولیت پر مهال به هیڅ سیاسی فشار ته غاړه ټیټه نه کړی او نه به چاته اجازه ورکړی چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه وکړی: (( موږ به وخت پر وخت له هغو کسانو سره چې کرکټ کې تجربه ولری، همدا راز له مدنی ټولنو او رسنیو له استازو سره ناستې ولرو، د کرکټ اړونده مشورې به ځینې اخلو، خو په تخنیکی چارو کې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې لاس وهنه وکړی.))
د ده په خبره، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لویه هڅه دا ده چې کرکټ په افغانستان کې لومړۍ لوبې مقام ته راپورته کړی چې د دې له پاره د کورنی کرکټ پیاوړی کول او په ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو جوړولو ترڅنګ، د اکاډمیو جوړول او د نویو تنکیو ځوانانو روزل شامل دی.
مشعل په ټولو هغو ناستو کې چې له یادو ټولنو، سره یې درلودې، له ټولو مننه وکړه چې د زړه له تله له کرکټ سره مینه لری او ټول د کرکټ د ودې او لا غوړیدا له پاره هلې ځلې کوی او ټول د افغان کرکټ ملی لوبډلې بریاوې او لاس ته راوړنې ستایی او پرمختګ یې غواړی.
پاتې دې نه وی چې د افغانستان کرکټ بورډ لوی درییس شکر الله عاطف مشعل د ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه کوی چې د دې نوې دندې د مبارکۍ له پاره یې زحمت ایستلی او راغلی وو، خو نوموړی له ټولو هیله کوی چې د کرکټ بورډ په اړه مثبتې مشورې او د مثبتو کارونو یې ملاتړ وکړی.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۵ دی ۹۵ ، ۲۰:۴۷
زاهدالله الکوزی
کرکټ ملی لوبډله سبا عربی اماراتو ته ځی
ټاکل شوی وه د افغانستان کرکټ ملی لوبډلی سبا د عربی اماراتو په کوربتوب صحرا 20 اوریزه کرکټ ټورنامنټ دلوبیدو په موخه سبا دوبۍ ته ولاړه شی.
تراوسه افغان کرکټ بورډ دغو سیالیو ته نه هم خپله لوبډله اعلان کړی او نه یی هم په رسمی توګه د سفر نیټه اعلان کړی.
د کرکټ بورډ نوی ګمارل شوی (چیف سلیکټر) نوروزمنګل پرون خبری غونډی ته وویل، خپلی چاری به په خورا شفافیت پرمخ یوسی او هیڅ فشار به ونه منی انشاءالله.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۵ دی ۹۵ ، ۲۰:۴۴
زاهدالله الکوزی

Mangal enjoyed a successful career for Afghanistan. In 49 

ODIs, he scored 1,139 runs at 27.11 with two centuries and four fifties. However, in 30 T20Is, he managed only two fifties. He was also a handy right-arm off-break bowler, as he claimed 8 ODI wickets at 29.37 and 4 T20I wickets at 20. Mangal played 14 First-Class matches and in 24 innings, he scored 832 runs at 37.81 with one century and five half-centuries.. He made his ODI debut against Scotland in 2009, while his final ODI appearance was in 2016 against Bangladesh in October


۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۵۰
زاهدالله الکوزی

د نوروز منګل په هکله روستی خبر نوروز منګل به راتلونکو صحرا کپ کی شتون لری او له هغه نه ورسته به له نړیوال کرکټ کولو سره خدای پامانی وکړی البته کورنی کرکټ به کوی.

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۴۷
زاهدالله الکوزی