افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

پاکستانی  لوبڅار  علیم ډار  د 2016 کال   دنړۍ  غوره‎  ‎لوبڅار  و نومول شوه.

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۴۳
زاهدالله الکوزی
له یو کال وروسته هم پښیمانه دی
د پاکستانی کرکټر شاهد خان افریدی مشر ورور جاوید افریدی پښیمانه دی چی تیر کال یی ولی محمد نبی وانخیسته
محمد نبی ویلی وو چی تیر کال جاوید او شاهد افریدی ورته وعده ورکړی وه چی د 2016 کال پی ایس ایل سیالیو کی به یی د پیښور زلمی ټیم ته واخلی خو تیر کال کله چی د پی ایس ایل سیالیو لیلامی کیدله نبی ویلی وو چی د دوبی یوه هوټل کی ناست وو او لیلامی یی د تلویزیون له لاری کتله خو پیښور زلمی ټیم یی له اخیستلو تیر شو او په وینا یی‌‌‌‌‌‌ ډیر خواشینی شو
ځکه چی د دی ټیم مشرانو ورسره وعده خلافی وو کړه خو لحظه وروسته کویټه ټیم محمد نبی نومی افغان ستوری واخیست نبی په مات زړه له کویټی سره یوځای شو
سره له دی چی نبی خوښ وو چی د پیښور زلمی ټیم سره وو لوبیږی خو دا کار وو نشو هغه بیا له کویټی سره له یوځای والی وروسته وو ویل چی خوښ دی له کویټی سره دی او د خوښی تجربه کاره لوبغاړی کیون پیټرسن هم ورسره دی
محمد نبی د خپل ټیم لپاره بلا ښکلی او نه هیریدونکی لوبی وو کړی چی حتا د خپل ټیم مشران هم حیران کړل ښه مثال د لاهور قندر خلاف دی چی لاهور قلندر یی له سیمی فاینل بی برخی او خپل ټیم بریا ته وو رساوو
همدی لوبه کی په یو اور کی شپاړس من‌‌‌‌‌‌ډی پاتی وی چی په هغه لوبه کی ناممکن وو خو محمد نبی ممکن کړه
محمد نبی د دی لوبی سبا خپلو هیوادنی لوبو ته روان شو چی د ټیم مشرانو او لوبغاړو له خوا په ‌‌‌‌‌‌ډیر احترام رخصت شو چی ځینی لوبغاړو او ټیم مشرانو ورپسی وو ژړل
خو سږ کال پیښور زلمی غوښتل چی محمد نبی واخلی او د تیر کال غلطی جبران کړی خو کویټی بیا نبی بیخی لیلامی ته وړاندی نه کړ او له ځان سره یی وو ساته
خو سږ کال یی غلطی وو نه کړه او شهزاد یی له ځان سره وو نیوو
زنده باند زمونږ ملی اتلان
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۳۱
زاهدالله الکوزی
کرکټ
ایا پوهیدئ؟
سنیل ګواسکر چې د سچن ټنډولکر نه پخوا د زیاتو سلیزو ریکارډ په خپل نوم کړی و یو وخت د سست ترین بیټسمین نوم ورکړل شوی و هغه د 1975 نړیوال جام په یوه لوبه کې چې شپیته اوریزه وه د لوبې له لمړی بال تر اخره بیټ وکړ 174 باله یی ووهل یواځې 36 رنز یی وکړل دا په داسې حال کې و چې هندوستان د 335 منډو هدف پوره کولو په نیت بیټ کولو
تر اوسه د یو ورځنیو لوبو یاد ریکارډ نه دی مات شوی او نه به مات شى
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۲۸
زاهدالله الکوزی
د هندی کرکټ بورډ مشر له دندې ګوښه شو
انوراګ ټاکر د هندوستان سترې محکمې له خوا د کرکټ بورډ په ادارې کې د وړاندیز شویو سمونونو د نه عملی کولو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.
د کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د هندوستان سترې محکمې لودها کمېټې څو میاشتې مخکې له هندی کرکټ بورډ څخه د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه، خو نه یوازې یې اصلاحات را نه وستل، بلکې د لودها کمېټې سره یې همکارۍ هم ونه کړه.
د هندوستان سترې محکمې ویلی، چې انوراګ ټاکر او د هندی کرکټ بورډ سکرتر جنرال اجی شیرکی یې د سمونونو ځنډولو او د لودها کمېټې سره یې د نه مرستې کولو له امله لرې کړی دی.
محکمې دا هم ویلی، د نویو کسانو تر ګومارلو پورې به د کرکټ بورډ چارې د سترې محکمې پخوانی تقاعد شوی قاضیان سمبالوی.
د یادونې ده، چې لودها کمېټه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې د هندوستان ۲۰۱۳ کال "ای، پی، ایل" شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د شوی فساد څېړلو په خاطر جوړه شوه او په ورته وخت کې یې د هند کرکټ ادارې ته د ځینو وړاندیزونو سپارښتنه هم وکړه، چې له مخې به یې په دې اداره کې د فساد مخنیوی وشی.
ویل کېږی، چې انوراګ ټاکر د هندی کرکټ بورډ د زونونو ادارو د نیوکولو له امله د لودها کمېټې سپارښتنې عملی نه کړلی شوې.
پر نوموړی د اصلاحاتو په برخه کې د غفلت کولو سربېره د محکمې ګمراکولو تور هم دی؛ که له سترې محکمې بښنه ونه غواړی؛ ښایی زندانی شی.
د راپورونو له مخې د هندی کرکټ بورډ هغه چارواکی، چې له ۷۰ کلونو زیات عمر لری، په فساد تورن دی او له ۹ کلونو راهیسې د کرکټ بورډ په ادارې کې کار کوی له دندو لرې کړی.
سلام وطنداره
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۹:۲۶
زاهدالله الکوزی

په افغان کرېکټ بورډ کې نوی خبر هستی ګل عابد د دسپلین کمیټې مشر او نوروز منګل د غوراوی کمیټې مشروټاکل شول نوروز له لوبډلې استعفا کړې .

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۶:۲۵
زاهدالله الکوزی
د افغان کرېکټ لومړنی او مشر کفتان نوروز خان منګل له نړیوال کرېکټ مخه ښه وکړه، او د لوبغاړو د سلیکشن یعنې غوراوی کمیټې د مشر په توګه وګمارل شوه. چې د نوموړی دا کار د افغان کرېکټ مینوالو د خوښې وړ وګرځېد.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۴ دی ۹۵ ، ۱۶:۰۰
زاهدالله الکوزی
شهزاد په شپږیزو کې ډېوېلیرز نه هم مخکې ده.
ای بی ډی په ۶۹ میچو کې ۴۶ شپږیزې جوړې کړی او بل خوا شهزاد په ۴۵ لوبو یا میچونو کې ۵۱ شپږیزې ترلاسه کړی.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۳ دی ۹۵ ، ۱۳:۳۵
زاهدالله الکوزی

مکتب او کرکټ

د ننګرهار کرکټ  اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ دا عمل د ستاینې دی چې د شاګردانو د امتحانونو ورځو کې ېې اکا‌‌‌‌‌‌ډمی تړلې ده

موږ همدې دپاره کرکټ  پالو چې ځوانانو کې د وطن مینه قوی شی د شر نه لاس واخلی او نبی او راشد غوندې د وطن نوم وګټی

مکتب او کرکټ دواړه ضروری دی

د وطن د سبا دپاره د  هیواد د ښکلا دپاره

ځکه خو پرون په توره خړه د خوست خلک کرکټ دپاره راوتی وو

نن به همدغې احساس سره د وطن دپاره بیا راوځی 

مکتب په لور دفتر او کروندې په لور

د یوې روښانې ایندې په لور

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۱ دی ۹۵ ، ۲۱:۴۰
زاهدالله الکوزی

سهیلی افریقا مېلمنې لوبډلې ته بې سارې ماتې ورکړه

د سهیلی افریقا په کوربتوب د سریلانکا او افریقا ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه کې سهیلی افریقا سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او په دې ډول یې د ټیسټ لوبو سیریز یو د صفر پر وړاندې مخ ته یوړ.

لوبه پنځه ورځې وړاندې د افریقا په پورت الیزابط لوبغالی کې د سهیلی افریقا په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه، نوموړې لوبډلې د سټیفن کوک د (۵۹) منډو او ډیومنی د (۶۳) منډو پرمټ (۲۸۶) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

سورنګا لکمل د افریقا پنځه لوبغاړی وسوځول.

سریلانکا په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د افریقا د (۲۸۶) منډو په ځواب کې د فېلنډر او کایل اباټ د خطرناکې توپ اچونې له امله یواځې (۲۰۵) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

وېرنن فېلنډر د سریلانکا پنځه او کایل اباټ بیا دری لوبغاړی وسوځول.

د سریلانکایی لوبډلې تر سوځېدو وروسته ، دا ځل افریقا په خورا ځواکمنې توپ وهنې پیل وکړ، دوی د سټیفن کوک د (۱۱۷) منډو، د فاف ډوپلِسس د (۶۷) منډو او د ډین اېلګر د (۵۲) منډو په مرسته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره (۴۰۶) منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د تېرو باقی منډو پرمټ (۴۸۸) منډې هدف ورکړ.

سریلانکا د هدف په پوره کولو کې ناتوانه شوه، نوموړې لوبډله دا ځل د متیوز او کوسال مېنډس د نیمه سلیزو په وسیله (۲۸۱) منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

دا لومړۍ ټیسټ لوبه وه، چې افریقا په (۲۰۶) منډو وګټله او سریلانکا یې ناهیلې کړه

د لوبې غوره لوبغاړی افریقایی سټیفن کوک ونومول شو.

دوهمه ټیسټ لوبه به د (۲۰۱۷) م کال د جنوری په دوهمه نېټه پیل شی.

د یادولو وړ ده، چې سهیلی افریقا تر دې وړاندې خپلې بې سارې حریفې لوبډلې اسټرالیا ته هم په ټیسټ لوبوکې ماتې ورکړې وه او بریا یې خپله کړې وه.

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۱ دی ۹۵ ، ۲۱:۳۴
زاهدالله الکوزی
د ازهرعلی ځلېدلو هغه ته شپږم مقام ورکړ
ازهر علی په ټیسټ سیالیو کې د ښې توپ وهنې له امله د نړۍ د ټیسټ توپ وهونکو په قطار کې شپږم ځای خپل کړ.
هغه د اسټرالیا خلاف ټیسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې (۲۰۵) نا سوځېدلې منډې جوړې کړې او په دې ډول یې د اسټرالیا د ټولو توپ اچوونکو پر وړاندې تر ټولو ښه مقاومت وکړ.
د هغه دغې ځلېدنې نوموړی ته د کرکټ نړۍ والې شورا د لوبغاړو د مرتبې او درجه بندۍ په جدول کې شپږم ځای ورکړ.
علی له ډېوېډ وارنر څخه وروسته په جدول کې قرار لری.
هغه د ویسټ انډیز خلاف دوبۍ کې هم په ټیسټ لوبه کې په یوځل دری ناسوځېدلې سلیزې جوړې کړې وې.
ازهرعلی د پاکستانیو توپ وهونکو له ډلې څلورم لوبغاړی دی، چې ټیسټ لوبه کې په یو ځل پر له پسې دری سلیزې جوړوی.
د یادولو وړ ده، چې ټیسټ سیالیو کې ازهر علی، تر سټیف سمېت، ویرات کولی، جو روټ ، کېن ویلیمسن او له ډېوېد وارنرڅخه وروسته دی؛ خو له هاشم امله ، ای بی ډیویلیرس ، کاینټن ډیکاک او پوجارا څخه مخکې دی.
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۱ دی ۹۵ ، ۲۱:۲۸
زاهدالله الکوزی