افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

۳۶ مطلب در دی ۱۳۹۵ ثبت شده است

د سوک وهنې سیالۍ د څوارلس کلنې جینۍ ژوند واخېست

د هندوستان د این ډی تلویزیون د خبر له مخې یوې هندۍ څوارلس کلنې انجلۍ (ماریس واری) پرون د هندوستان د چینای ایالت په تامیل ناډو سیمه کې د سوک وهنې په یوه مسابقه کې هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د یوې واده شوې ښځې سره یې سیالی کوله.

ماریس واری د (۴۶) کېلوګرامه سوک وهنې په یوه سیالۍ کې ګډون کړی و، چې له مرګ سره مخ شوه.

نوموړې د نهم ټولګی زده کوونکې وه.

هغه د سوکنې پرمهال د ضربې تر لیدلو وروسته مېدان کې ولویده او مسولو اشخاصو له خوا لومړی سیمه یز روغتون ته او له هغه ځایه بیا مرکزی روغتون ته یوړل شوه او هلته یې ساه ورکړه.

د چینای ایالت د ټوټېکورېن ولسوالۍ د پولیسو مشر اشوین کوټنیس ویلی ، دوی دغه پېښه ثبت کړی او په اړه یې څېړنه کوی.

داسې ښکاری چې له لوبې وړاندې د ماریس واری فکری توازن برابرنه و او له همدې کبله یې مور ورسره تر لوبغالی ملګرتیا کوله.

یاده دې وی دا لومړی ځل نه دی، چې لوبغاړی په لوبو کې مړه او یا ټپی کېږی ، دوه کاله وړاندې  د اسټرالیا کرکټ لوبغاړی فلیپ هوز هم لوبه کې تر لګېدو وروسته ساه ورکړې وه.

خبر : سمیع الله درانی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۹ دی ۹۵ ، ۲۱:۱۰
زاهدالله الکوزی

افغانستان بنگله دیش نه شل اورېز کرکټ کې د پواینټونو په حساب نور هم مخکې شو. نهم مقام ېې نور هم قوی شو .سری لنکا نه اتم مقام هم اخلی.دخېره

پاکستان په ټیسټ کرکټ کې اول مقام نه پینځم ته ښکته شو

ټیسټ کې هند، یو ورځنیو کې اسټرالیا او شل اوریزو کې نیوزی لینډ اول دی

☆افغــــان لینـــــز☆

afghanlions.blog.ir

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۹ دی ۹۵ ، ۲۱:۰۵
زاهدالله الکوزی

د سولې جام سیالۍ مساوی پای ته ورسېدې

د ننګرهار د ژورنالېستانو مُنتخبې لوبډلې او کونړمېډیا کرکټ لوبډلې ترمنځ د پنځلس اوریزه سیالیو سیریز مساوی پای ته ورسېد.

د دې سیالیو وروستۍ لوبه نن د جلال ښار د بهسودو په سپین غرخصوصی لوبغالی کې د کونړ لوبډلې په توپ وهنه پیل شوه.

کونړ لوبډلې د ټاس په ګټلوسره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، کونړمېډیا لوبډله په پیل کې خورا ښه وه؛ خو دوهم اورکې د هدایت الله ظهیرتوپ اچونې له ستونزو سره مخ کړه، نوموړی د یادې لوبډلې څلور لوبغاړی وسوځول.

کونړ لوبډلې په ټاکلو څوارلس اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۹۲) منډې جوړې کړې او ننګرهار ژورنالستانو لوبډلې ته یې (۹۳) منډې هدف ورکړ.

د ننګرهار منتخبې لوبډلې لپاره د توپ وهنې پیل ښه نه و، دوی په څلور اورونو کې (۱۵) منډې جوړې کړې وې او دوه لوبغاړی یې له لاسه ورکړی وو.

خو په منځنۍ برخه کې منډې یو څه چټکې شوې او د لوبې تر وروستی بال پورې د لوبې د ګټې حالت پنځوس، پنځوس و.

د لوبې په وروستی بال دری منډې پاتې وې ، چې ننګرهار لوبډلې پکې دوه منډې جوړې کړې او لوبه یې مساوی کړه.

د سولې جام دغه دری سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې نن یې وروستۍ لوبه وه، چې مساوی شوه.

د یادو لوبو هدف خلکو ته د سولې پېغام لېږدول او د سولې رامنځته کول و.

د یادولو وړ ده، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه ننګرهار او دوهمه یې کونړ لوبډلې ګټلې وه.

خبر: سمیع الله درانی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۹ دی ۹۵ ، ۲۰:۵۸
زاهدالله الکوزی

د شپږو شپږیزو پاچا لوبډلې ته ستون شو

د هند کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی ال راونډر او د شپږو شپږیزو امتیاز لرونکی توپ وهونکی، یوراج سېنګ، د لوبغاړو په نوملړ کې واخېستل شو.

هغه به د انګلستان خلاف په دری یو ورځنیو او دری شل اوریزه سیالیو کې ولوبېږی.

دغه سیالۍ د هند په کوربتوب د روانې عیسوی میاشت په (۱۵) مه نېټه د هندوستان په پونه ښارکې پېلېږی.

یوراج سېنګ د هند لوبډلې په ډېرو بریاووکې کیلیدی رول لوبولی دی او په (۲۰۱۱) م کال کې یې د یو ورځنیو لوبو نړۍ وال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په خپلې خطرناکې توپ وهنې ماتې ورکړه او لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله.

د هند د کرکټ د کنټرول ادارې پرون خبر ورکړ، چې یوراج سېنګ به د انګلستان پر وړاندې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبوکې ولوبېږی.

د یادولو وړ ده، سېنګ د هند او نړۍ د کرکټ په تاریخ کې هغه لوبغاړی دی، چې په شپږو توپونو د شپږو شپږیزو ریکارډ لری.

خبر: سمیع الله درانی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۹ دی ۹۵ ، ۲۰:۵۳
زاهدالله الکوزی

اسټرالیا پاکستان ته د بریا وخت نه ورکوی

د اسټرالیا په کوربتوب د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه پرون په سیډنی لوبغالی کې د اسټرالیا په بریا پای ته ورسېده .

ټاس د اسټرالیا لوبډلمشر سټیف سمېت ګټلی و او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې وه، نوموړې لوبډلې د درېو لوبغاړو د درې سلیزو پرمټ په لومړۍ پاڼۍ کې د (۸) لوبغاړو په سوځېدوسره (۵۳۸) منډې جوړې کړې او د توپ وهنې چانس یې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړ.

د اسټرالیا لپاره ماټ رینشا (۱۸۴) منډې، ډېوېډ وارنر په (۹۵) توپونو (۱۱۳) منډې او پېټر هنډزکم    بیا (۱۱۰) منډې جوړې کړې.

وهاب ریاض د اسټرالیا درې ، عمران خان او ازهرعلی بیا دوه ، دوه لوبغاړی وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې د اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ د منډو په ځواب کې د یونس خان د (۱۷۵) ناسوځېدلو منډو په مرسته (۳۱۵) منډې ترسره کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

د اسټرالیا لپاره جاش هزل ووډ (۴) او نتن لیین بیا د پاکستان درې لوبغاړی وسوځول.

د پاکستانۍ لوبډلې ترسوځېدو وروسته اسټرالیا د دوهمې پاڼۍ په توپ وهنې لاس پورې کړ، اسټرالیا دا ځل د درې نیمه سلیزو پرمټ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره (۲۴۱) منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د باقی شوو منډو په مرسته (۴۶۴) منډې هدف ورکړ.

پاکستانۍ لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله ، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو (۲۴۴) منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې په (۲۲۰) منډو ماتې ومنله.

د لوبې غوره لوبغاړی ډېوېډ وارنر او د سیریز غوره لوبغاړی لوبډلمشر سټیف سمیت ونومول شول.

هېره دې نه وی ، چې د دریو ټیسټ لوبو په دغو سیالیو کې اسټرالیا پر مېلمنې لوبډلې درې د صفر پر وړاندې بریا تر لاسه کړه .

خبر: سمیع الله درانی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۹ دی ۹۵ ، ۲۰:۴۸
زاهدالله الکوزی
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۲:۱۶
زاهدالله الکوزی

د سوداګریزو اعلاناتو د خپراوی لپاره مو له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 



0093789309856

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۰:۴۶
زاهدالله الکوزی

د افغانستان کرکټ ملی ټیم د صحارا جام شل اووریزو لوبو کې د ګډون له پاره متحده عرب اماراتو ته رسیدلی.ټیم کې محمد اصغر ستانکزی  کپتان ،نوروز منګل، محمدشهزاد، محمد نبی، سمیع الله شینواری، دولت ځدران ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد شامل دی.


د افغان کرکټ ملی لوبډلې منیجر شیر اغا همکار  په دې اړه ویلی چې  دا لوبې د دویمه درجې هېوادونو مهمې نړیوالې شل اووریزه لوبې دی، د ده په وینا، په دغو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لری چې پر دوو ګروپونو ویشل شوې دی . په الف ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربی امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دی چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه له ایرلینډ سره، په ۱۶مه له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نمیبیا سره ترسره کړی او د صحارا شل اووریز جام پای لوبه به د جنوری په ۲۰مه نیټه ترسره شی.

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۰:۳۵
زاهدالله الکوزی

ځوان لوبغاړی ، ویرات کوهلی د هند کریکټ ملی لوبډلې د شل آوریزو ، ون ډې او ټېسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل شو .

د کرېکټ مینوال دهند کریکټ بورډ دغه ټاکنه پر ځای بولی. 

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۰:۲۹
زاهدالله الکوزی

د کونړ مېډیا لوبډلې د سولې جام دوهمه سیالی وګټله

د ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې کرکټ لوبډلې او کونړ میډیا لوبډلو ترمنځ د سولې جام تر عنوان لاندې سیالیو دوهمه لوبه نن د جلال اباد ښار بهسودو پول تر څنګ په سپین غر خصوصی کرکټ لوبغالی کې ترسره شوه.

ټاس د کونړ لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی په ټاکلو پنځلس اورونو کې د (۶) لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۵۷) منډې جوړې کړې او د ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې لوبډلې ته یې (۱۵۸) منډې هدف ورکړ.

د ننګرهار لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره ښه پیل وکړ؛ نوموړې لوبډلې لپاره ولید خپلواک او عمران منصور خورا توپانی توپ وهنه نندارې وړاندې کړه؛ خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.

د ننګرهار لوبډله د پنځلسم اور تر وروستی توپ پورې د لوبې په تعقیب کې وه، خو د هدف په پوره کولو کې ناتوانه شوه.

دوی په ټاکلو پنځلس اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۴۹) منډې جوړې کړې او لوبه یې په نهو منډو کونړ مېډیا لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالۍ د وطن پاله ځوان انجینر هدایت الله ظهیر له خوا د سولې جام تر عنوان لاندې په لاره اچول شوی دی، چې موخه یې ختیځ مېشتو او هېوادوالو ته د سولې د پېغام رسول او سوله تامینول دی.

د یادولو وړده، چې د سولې جام تر نامه لاندې دغه دری (۳) پنځلس اوریزه سیالۍ د دوو کرکټ لوبډلو کونړمېډیا او ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره کېږی، چې لومړۍ لوبه یې ننګرهار او دوهمه یې کونړ لوبډلې وګټله ، سبا د جمعې په ورځ به په همدغه لوبغالی کې د دې جام پایلوبه ترسره کېږی

خبر: سمیع الله درانی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۷ دی ۹۵ ، ۲۰:۲۱
زاهدالله الکوزی