افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

۳۶ مطلب در دی ۱۳۹۵ ثبت شده است

ایا پوهیدئ؟
د ون ډې کرکټ لمړنۍ لوبه په کال 1971 کې د انګلینډ او اسټرالیا تر منځ وشوه چې شپیته اوریزه وه او هر اوور به اته باله کیدو
د ون ډې لمړنۍ فیفټی د انګلینډ جون ایډریک ووهله
لمړنۍ سنچری د اسټرالیا ډینس امیز ووهله
لمړنۍ وکټ د اسټرالیا تامسن په نوم شوه
لمړنی میډن اوور هم د اسټرالیا تامسن په نوم شو
لمړنی هیټ ټریک د پاکستانی بالر جلال الدین له خوا وشو
کرکټ_پوهنه
بابکرخیل
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۱ ۱۰ دی ۹۵ ، ۲۲:۰۶
زاهدالله الکوزی
د جاوید احمدی لنډه پیژندنه :
نوم : محمد جاوید احمدی
د پیدایښت ځای : قندوز افغانستان
د پیدایښت نیټه : 2 جنوری 1992
اوسنی عمر : 24 کاله او 363 ورځی
په لوبډله کی روول: بریدکونکی توپ وهونکی
د توپ وهنی سټایل : ښی لاسی توپ وهونکی
د توپ اچونی سټایل : ښی لاسی کراره توپ اچونکی
توپ وهنه :
یوه ورځنی لوبی : په 30 یوه ورځنی لوبو کی یی تر دی دمه 646 منډی کړی جی زیاتی منډی یی 81 دی د 23.07 په اوسط سره یی 5 نیمه سیلیزی ووهلی چی پکی یی 7 شپږیزی او 80 څلوریزی ووهلی دی
شل اوریزی لوبی : تر دی دمه یی یوازی 2 نړیوالی شل اوریزی لوبی کړی دی چی یوازی 6 منډی لری زیاتی منډی یی هم 6 دی او یوازی یوه څلوریزه لری
توپ اچونه :
یوه ورځنی لوبی : په 30 یوه ورځنۍ لوبو کی یی 7 ویکټی اخیستی چی زیاتی یی 4/37 دی او یوازی یو ځل یی 4 ویکټی اخیستی دی
شل اوریزی لوبی : 2 شل اوریزی لوبی یی کړی او توپ اچونه یی نه ده کړی
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۰ دی ۹۵ ، ۲۲:۰۴
زاهدالله الکوزی
آسترالیا په دوهمه تیست لوبه کی پاکستان ته د ۱۸ مندو او یو اننگز په توپیر ماته ورکره او سیریز یی 2-۰ وگته
۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۰ دی ۹۵ ، ۲۲:۰۰
زاهدالله الکوزی
د افغانستان د کرکټ ملی لوبدلی راتلونکې لوبی په اړه لنډ معلومات
د ملی لوبډلې راتلونکی نوری لوبې کله اوچاسره؟
د څو ورځو رخصتیو نه وروسته به یو ځل بیا افغانستان کرکټ ملی لوبدلی اماراتو ته د کرکټ د دوهمې درجې د لوبډلو تر مینځ د شل اوریزو جام د لوبولو لپاره روانیږی چی پدې کې 8 لوبډلې ګډون لری ① ایرلینډ ② افغانستان ③ عربی امارات ④ نیدرلینډ ⑤ هانکانګ ⑥ سکاټلینډ ⑦ نمیبیا ⑧ او د عمان لوبډله برخه اخلی.
یادې شل اوریزې نړیوالې لوبې په اماراتو کې د 2017 کال د جنوری له 8 تر-21- پورې ترسره کیږی یعنې صرف 9 ورځې وروسته دا لوبې شروع کیږی او په تلویزیون به هم د icc له لوری خپرې شی.دې نه وروسته افغانستان بیا ایرلیند سره د دری شل اوریزه او پینځه پنځوس اوریزو لوبو سریز لری د افغانستان د بریا په هیله شیر یې کړی چــې تول هیوادوالو او د کرکټ مینوال خبر شئ.
۱ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۱۰ دی ۹۵ ، ۲۱:۵۸
زاهدالله الکوزی

سبا د خوست کرکټ نړیوال لوبغالی د پرانیستې مراسم تر سره کېږی. 

نیټه : د مرغومی ۱۰، د جمعې ورځ

وخت : د سهار ۹ بجې

پته: خوست اداری کمپلکس ترڅنګ، د خوست کرکټ نړیوال لوبغالی

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۰۹ دی ۹۵ ، ۲۱:۳۸
زاهدالله الکوزی

دافغانستان کرکټ ستوری راشد ارمان کال دوه زره شپاړلس کې درویشت ویکټې اخیستی او بالرانو کې دویم مقام لری

۰ نظر موافقین ۰ مخالفین ۰ ۰۹ دی ۹۵ ، ۱۸:۰۸
زاهدالله الکوزی