افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

د کونړ مېډیا لوبډلې د سولې جام دوهمه سیالی وګټله

د ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې کرکټ لوبډلې او کونړ میډیا لوبډلو ترمنځ د سولې جام تر عنوان لاندې سیالیو دوهمه لوبه نن د جلال اباد ښار بهسودو پول تر څنګ په سپین غر خصوصی کرکټ لوبغالی کې ترسره شوه.

ټاس د کونړ لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی په ټاکلو پنځلس اورونو کې د (۶) لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۵۷) منډې جوړې کړې او د ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې لوبډلې ته یې (۱۵۸) منډې هدف ورکړ.

د ننګرهار لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره ښه پیل وکړ؛ نوموړې لوبډلې لپاره ولید خپلواک او عمران منصور خورا توپانی توپ وهنه نندارې وړاندې کړه؛ خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.

د ننګرهار لوبډله د پنځلسم اور تر وروستی توپ پورې د لوبې په تعقیب کې وه، خو د هدف په پوره کولو کې ناتوانه شوه.

دوی په ټاکلو پنځلس اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۴۹) منډې جوړې کړې او لوبه یې په نهو منډو کونړ مېډیا لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالۍ د وطن پاله ځوان انجینر هدایت الله ظهیر له خوا د سولې جام تر عنوان لاندې په لاره اچول شوی دی، چې موخه یې ختیځ مېشتو او هېوادوالو ته د سولې د پېغام رسول او سوله تامینول دی.

د یادولو وړده، چې د سولې جام تر نامه لاندې دغه دری (۳) پنځلس اوریزه سیالۍ د دوو کرکټ لوبډلو کونړمېډیا او ننګرهار ژورنالېستانو منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره کېږی، چې لومړۍ لوبه یې ننګرهار او دوهمه یې کونړ لوبډلې وګټله ، سبا د جمعې په ورځ به په همدغه لوبغالی کې د دې جام پایلوبه ترسره کېږی

خبر: سمیع الله درانی

موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۷
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی