افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

اسټرالیا پاکستان ته د بریا وخت نه ورکوی

يكشنبه, ۱۹ دی ۱۳۹۵، ۰۸:۴۸ ب.ظ

اسټرالیا پاکستان ته د بریا وخت نه ورکوی

د اسټرالیا په کوربتوب د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه پرون په سیډنی لوبغالی کې د اسټرالیا په بریا پای ته ورسېده .

ټاس د اسټرالیا لوبډلمشر سټیف سمېت ګټلی و او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې وه، نوموړې لوبډلې د درېو لوبغاړو د درې سلیزو پرمټ په لومړۍ پاڼۍ کې د (۸) لوبغاړو په سوځېدوسره (۵۳۸) منډې جوړې کړې او د توپ وهنې چانس یې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړ.

د اسټرالیا لپاره ماټ رینشا (۱۸۴) منډې، ډېوېډ وارنر په (۹۵) توپونو (۱۱۳) منډې او پېټر هنډزکم    بیا (۱۱۰) منډې جوړې کړې.

وهاب ریاض د اسټرالیا درې ، عمران خان او ازهرعلی بیا دوه ، دوه لوبغاړی وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې د اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ د منډو په ځواب کې د یونس خان د (۱۷۵) ناسوځېدلو منډو په مرسته (۳۱۵) منډې ترسره کړې او ټول لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

د اسټرالیا لپاره جاش هزل ووډ (۴) او نتن لیین بیا د پاکستان درې لوبغاړی وسوځول.

د پاکستانۍ لوبډلې ترسوځېدو وروسته اسټرالیا د دوهمې پاڼۍ په توپ وهنې لاس پورې کړ، اسټرالیا دا ځل د درې نیمه سلیزو پرمټ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره (۲۴۱) منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د باقی شوو منډو په مرسته (۴۶۴) منډې هدف ورکړ.

پاکستانۍ لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله ، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو (۲۴۴) منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې په (۲۲۰) منډو ماتې ومنله.

د لوبې غوره لوبغاړی ډېوېډ وارنر او د سیریز غوره لوبغاړی لوبډلمشر سټیف سمیت ونومول شول.

هېره دې نه وی ، چې د دریو ټیسټ لوبو په دغو سیالیو کې اسټرالیا پر مېلمنې لوبډلې درې د صفر پر وړاندې بریا تر لاسه کړه .

خبر: سمیع الله درانی

موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۹
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی