افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

د هندی کرکټ بورډ مشر له دندې ګوښه شو

سه شنبه, ۱۴ دی ۱۳۹۵، ۰۷:۲۶ ب.ظ
د هندی کرکټ بورډ مشر له دندې ګوښه شو
انوراګ ټاکر د هندوستان سترې محکمې له خوا د کرکټ بورډ په ادارې کې د وړاندیز شویو سمونونو د نه عملی کولو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.
د کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د هندوستان سترې محکمې لودها کمېټې څو میاشتې مخکې له هندی کرکټ بورډ څخه د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه، خو نه یوازې یې اصلاحات را نه وستل، بلکې د لودها کمېټې سره یې همکارۍ هم ونه کړه.
د هندوستان سترې محکمې ویلی، چې انوراګ ټاکر او د هندی کرکټ بورډ سکرتر جنرال اجی شیرکی یې د سمونونو ځنډولو او د لودها کمېټې سره یې د نه مرستې کولو له امله لرې کړی دی.
محکمې دا هم ویلی، د نویو کسانو تر ګومارلو پورې به د کرکټ بورډ چارې د سترې محکمې پخوانی تقاعد شوی قاضیان سمبالوی.
د یادونې ده، چې لودها کمېټه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې د هندوستان ۲۰۱۳ کال "ای، پی، ایل" شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د شوی فساد څېړلو په خاطر جوړه شوه او په ورته وخت کې یې د هند کرکټ ادارې ته د ځینو وړاندیزونو سپارښتنه هم وکړه، چې له مخې به یې په دې اداره کې د فساد مخنیوی وشی.
ویل کېږی، چې انوراګ ټاکر د هندی کرکټ بورډ د زونونو ادارو د نیوکولو له امله د لودها کمېټې سپارښتنې عملی نه کړلی شوې.
پر نوموړی د اصلاحاتو په برخه کې د غفلت کولو سربېره د محکمې ګمراکولو تور هم دی؛ که له سترې محکمې بښنه ونه غواړی؛ ښایی زندانی شی.
د راپورونو له مخې د هندی کرکټ بورډ هغه چارواکی، چې له ۷۰ کلونو زیات عمر لری، په فساد تورن دی او له ۹ کلونو راهیسې د کرکټ بورډ په ادارې کې کار کوی له دندو لرې کړی.
سلام وطنداره
موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۴
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی