افغــــــان لینــــــــــز

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

که غواړئ د ورزش له ډګره ژر تر ژره خبر شئ نو افغـــــان لینـــــز سره اوسئ.

بې رحمه توپ وهنې بنګله دیشی توپ اچوونکی تر پوزې راوستل
د نیوزیلېنډ او بنګله دیش ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن سهار د نیوزیلېنډ په ماونټ ماونګانی لوبغالی کې د نیوزیلېنډ په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه.
ټاس بنګله دیش ګټلی و او توپ اچونه یې غوره کړه.
د نیوزیلېنډ لپاره ون ډاون کیڼ لاسی توپ وهونکی کولېن مونرو خورا بې رحمه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، هغه په (۵۴) توپونو د (۷) څلوریزو او (۷) شپږیزو په مرسته (۱۰۱) منډې جوړې کړې، له نوموړی سره په توپ وهنه کې ټام برس هم ښه ملګرتیا وکړه، برس په (۳۹) توپونو (۵۹) نا سوځېدلې منډې د نیوزیلېنډ هدف ته ورعلاوه کړې .
نیوزیلېنډ په ټاکلوشلو اورونوکې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۹۵) منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې (۱۹۶) منډې هدف ورکړ.
د بنګله دیش لپاره ښه اچونه روبېل حُسېن وکړه، هغه د نیوزیلېنډ دری لوبغاړی وسوځول.
بنګله دیش د هدف د پوره کولو لپاره پوره خواری وکړه؛ خو ماته یې په نصیب وه.
دوی په (۱۸،۱) اورکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۱۴۸) منډې جوړې کړې او کوربه لوبډلې ته یې په (۴۷) منډو ماته ومنله .
د لوبې غوره لوبغاړی کولېن مونرو ونومول شو.
د یادولو وړده، چې بنګله دیش نیوزیلېنډ ته په خپل ورزشی سفرکې په یو ورځنیو لوبو کې تر ماتې وروسته په شل اوریز سیریزکې هم ماتې وخوړله.
خبر : سمیع الله درانی
موافقین ۰ مخالفین ۰ ۹۵/۱۰/۱۷
زاهدالله الکوزی

نظرات  (۰)

هیچ نظری هنوز ثبت نشده است

ارسال نظر

ارسال نظر آزاد است، اما اگر قبلا در بیان ثبت نام کرده اید می توانید ابتدا وارد شوید.
شما میتوانید از این تگهای html استفاده کنید:
<b> یا <strong>، <em> یا <i>، <u>، <strike> یا <s>، <sup>، <sub>، <blockquote>، <code>، <pre>، <hr>، <br>، <p>، <a href="" title="">، <span style="">، <div align="">
تجدید کد امنیتی